د عبدالحفيظ مليار ساپي شعرونه

  د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 
مــــــــــــــا چی خښوئ ماته دعا وکړئ
یــــــــــــاد مې کړئ وطن اوتمنا وکړئ
اوښکی مې هجران کې ډيرې تللي دي
نـــــــــــه چې په حفيظ  مليار ژړا وکړئ
                                                                   مليار

د عبدالحفيظ مليار ساپي لنډه پیژندګلوۍ
   زما نوم عبدالحفيظ تخلص می «مليار » دخداې بښلی ارواح ښاد مرزا عبدرزاق خان ساپی زوی په١٣٣٤ح ش کال د  لغمان  د ولايت مرکزعمرزايو د  دندی د قريی د شکور اباد  په کلی  کی  په روښان فکره کورنی  کی زيږيدلی يم  ٠ زما خدای بخښلی پلار دخپل دوخت مشهور مرزا او شاعر وو.  زه می خپل پلار  د لغمان مرکز د مهترلمک د ابتدايه په ښونځی کی شا مل کړم  د ١١ کلو  وم  چی پلار  می  ومړ ، خدای    پاک  دی  غريق     رحمت   کړی امين ٠
   په کال ١٣٥٤ح ش د لغمان د  د روښان دليسی د ١٢ صنف څخه فارغ او په کال ١٣٥٥ح ش د ننګرهار دولا يت  په عالی دارالمعلمين کی شامل  اوپه کال ١٣٥٧د نو موړی دارالمعلمين څخه فارغ شوی يم٠  په ملکی بخش کی می    لاند ی وظا يف اجرا کړيدی: ١- په کابل کی د سعدالدين انصاری د متوسطی دسر معلم په صفت
٢-دلغمان دوﻻيت دمخابرا تو دمدير په صفت٣- دکا بل دولايت
همدا راز د بريښنا په رياست کی د  محاسبی په عمومی مديريت کی ديو بخش دکنترول دامر په صفت او بیا د افغانستان د پوځ په لاندې پوړیو کې کار تر سره کړی: 
١- د کونیو چارو د وزارت په تشريفاتو قطعه کی دبلوک قوماندان،
٢- د صحی خدماتو په ريا ست کې دټولي د قوماندان په صفت،
٣- په مزار شريف کی داول  سمت دمامور دمرستيال په صفت، 
٤- د مزارشريف د رهايشی ساحی قوماندان،
٥- دشمال په اوپراتيفی زون کی د څارندوی په معاونيت  کی   داستقا متونو دامر په توګه،
٦- اخري وظيفه می په کابل کی د داخلی دوزات دمکروريانونو دمحافظی  د ٢٠٤  قطعی دپيژند دامر په تو ګه وظايف  اجرا کړيدی ٠   
دهنر او ادبياتو   سره له ډيره پخوا يعنی له وړکتوبه څخه ډيره زياته  ميينه لرم په اکثره کلتورې پروګرامونو  کی  می شعرونه لوستلی   اوپه بعضو مجلو او   د انټر نيټ په صفحو کی می هم شعرونه چاپ شويدی  او همدا اوس می يوه شعری ټولګه «د اوښکو سيلا ب»  تر عنوان لاندی له چاپه راوتلی ده  او بعضو خوږ ژبو هنرمندانو هم په خپله ډيره مهر بانی  سره زما بعضې شعرونه په خپلو خو ږو   اوازونو کی زمزمه کړيدی   او   زه له کال  ٢٠٠١ څخه را په   ديخواپه اروپا – په اتريش-  کی د جلا وطنی  په پيښو حالاتو کی شپی تر سره کوم او په اتريش کی افغانانو ته  دخدمت او کلتوری ودې د کلتوری کميټی د  مرستيال په توګه خپلو کلتوري فعاليتونو کی مصروف يم
په درنښت او په پښتنی مينه ستاسو خد متګار
عبدالحفيظ مليار 
١٥-٧-٢٠٠٧م

 

 

 ايا سګرت رښتيا...
دزولنو نښې دې
ګږی ستر ګی
په وينو سرو مورې
ما وبښه
د مور پاکی شدی
مور او پلار
ګټه نکړي
په عيش کي مسروف
پانسيون
قبرته
کلتور
ستا اختر
ولې تقديره



















 

























 
 
 
 
 
 
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.