|
ستا په مسکا کي دغو ټی دغوړيدو نښي دی زما په زړګی کی د سودا دلګيدو نښی دی ګلان خوشحاله شی دا ستا په راتګ ښکي باغ ته په هره پاڼه کی يی ستا د اننګو نښی دی زما زړ ګی لکه لاله ګل راته داغ په زړه شو هر داغ يی ستا د شو خو سترګو د بڼو نښی دی د خيال دنيا می د کا بل غوندی زخمی زخمی ده کنډ ر کنډ ر دی ټول د بدو خاترو نښی دی چا چی د خپل د و طن لعل او زمرد تالاکړل دا بل سه ندی د ايمان د خر څيد و نښی دی د يورپ انجونی ستا په لعل او زمرد سينګار دی مظلوم افغان پښو کی تڼا کو د چا پو نښی دی د بل په ربل او ډالر باندی مغروره اشنا خير دی نڅيږ ه چی دا ستا د نڅيد و نښی دی د ليلی دشتی ته په کومه سترګه وګورمه ارمان ارمان زما دزړه د چويدو نښی دی په بد ما شانو اوباشانو وطن چا جوړکړی وطن چی وران دی ټول د چور او د حملو نښی دی تا چی کرزيه شا او خواته د ليوان ساتلی همد غوی ستا دا د رژ يم د ختميد و نښی دی مصلحت پريږده ملی ګټو لره پام ولره ستا انتظار کی د نوبت د تيريد و نښی دی ابادی نشته خو ورانی لره جبهی جوړيږی هرڅوک پوهيږی چی د چا د ما نورو نښی دی دا نيم بدن می راته اخلی په ټو ټو يی ويشی د فدرالی نظام خيالو کی د خو بو نښی دی د پنجابيانو اخندانو د ملنډ و شوو مونږ زوی په پلار خاندی د قيامت د رسيدو نښی دی د ا چی ګريوان می هميش لوند وی او پار ی پاری وی اوښکی سيلاب شی د زړګی د زو ريدو نښی دی زمونږ باغ وران دی ګلان مړاوی دی بلبل خفه دی دا څه ماتم دی خدايه صرف د اديرو نښی دی د ملنګجان په زړه په قبر کی چړی خښی شوی د ډيورنډ په خط ديوال او د اغزو نښی دی دا ټول بدن می راته بند په بند په بند کی ښکاری واړه زخمونه د اغيار د زولنو نښی دی سترګی درپی خدای د خير کړی ای حفيظ ملياره که وصال راوړی د ريبار نن د را تلو نښی دی
|