د عبدالحفيظ مليار ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 


په وينو سرو مورې
 

د ملالو او د نازو مورې زمونږه د تاج او د شملو مورې
تا امان خان او احمد خان روزلي د ازادۍ او حماسو مورې
ستا په همت انسانان فخر کوي د هندوکش او تاترو مورې
د ناهيدۍ شهيدې لور د قربان ځان يي کړ رنګ په وينو سرو مورې
ستا بيخوبي به کوم نادان هيروي يي په ر ښتيا د صفتو مورې
للو للو ځومره په مينه وايي د نن سبا په اميدو مورې
په خندا ډکه خوله چې مينه کوې خوږه له شاتو او خوږو مورې
ځان درنه هير وي د اولاد په فکر پټ په زړګي د ارمانو مورې
نشې خفه خدای د ارمان پوره کړه ډکه له صبر او حوسيلو مورې
ستا په دعا مونږ ته جنت نسيب شي د برکت او عظمتو مورې
د پښو خاورې د منظور دی راته حفيظ مليار ته په ليمو مورې

 

 د عبدالحفيظ مليار ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.