کـــور
│
د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه
غزل څه نرۍ ښکالوراځي وږمه درومي له ښاره ځیر ورته احساس دی زمزمه درومي له ښاره چاویل چې وچې پاڼې چورلي چم کې بادته ؟ شرنګ یې دپایزېبو دی نغمه درومي له ښاره نه چې پرې راویښ ارمان دژوند له خواږه خوبه رنګ په څه پلمه پلمه پلمه درومي له ښاره لاړه دې وطن نه دګودر اومنګي رسم زېړ مازیګری په سره غرمه درومي له ښاره چاوې غلیم ړنګ شو، چاوې مات شو، چاوې لرشو ولې هغه ستره هنګامه درومي له ښاره ؟ ژربه بېکسیار پرهغه پورې کنډو واوړي ژربه داد دوه ورځو مېلمه درومي له ښاره .
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.