کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

د ښاغلي عبدلمالک "بېکسيار" شعرونه

 


غزل

پناه ته يې اوسيږمه د ياد د دېوالونو
تل گرځي ځکه شاته يې صياد د دېوالونو

انگۍ د وير ياديږي د بلۍ و کنډوالو ته
د تشو مېنو خېږي چې فرياد د دېوالونو

ازار ربه ورپورې کړې د ټولو مينانو
ترمنځه چې چا ايښی دی بنياد د دېوالونو

ته دومره زړه خو مه خوره گوندې وشي ديدنونه
جانانه زياتې لږ پاتې معياد د دېوالونو

دا سوال خپله ځواب دی دې کې سوال نه پيدا کيږي
کمی د محبت دی ازدياد د دېوالونو

نړۍ يې ړنگوي ښه ورته ځير شه بېکسياره
زمونږ وطن کې زيات شو اعتياد د دېوالونو .

 


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.