د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ازلي ګناهکار
چى يى ژوند راته سور اور کړ دامى يار ؤ ما پرى پکر کړدګلو، خو دا خار ؤ
ما يى هسى په ويښتانو لوبى کړلى څه خبرترينه چى د ا پړى د دار ؤ
چى يى زړه راته ټپي ،ټوټى ،ټوټى کړ دا نظرؤ، که خو دا د تورى وار ؤ
هسى غم مى کړپلمه د يار د هجر خوار نصيب مى له ازله ګناهکار ؤ
چى يى ساه له تنه نه وته له غمه (منتظر) د تا راتلو ته انتظار ؤ
20/2/1369
د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.