د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دوصال قدر
هغه دم چې زما هېڅ ورته خيال نه ؤ زړه مې ښکېل د يار د مينې په جال نه ؤ
زه ترې لېرې ګرځېدم ،دې به کړه هڅه دې به سوال کړد ليدو،زما مهال نه ؤ
ما وېل کله به هم ماته ګرانه نه شي زړه مې پوه د عشق په راز او احوال نه ؤ
نن يې تش د يوې ګړۍ ديدن ارمان کړم پرون غېږ کې مې پراته ،زما خيال نه ؤ
ما وېل تل به دا زاري کړي ،زه به نازکړم هېڅ يې قد ر راسره د وصال نه ؤ
اوس نو خلاصه دروازه کړه د زړه غم ته عشق د يار به دې (مسيده) په فال نه ؤ
تاشکند – ازبکستان
د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.