کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي خير الله " خيال " شعرونه
 

غزل

له تيارو تېښته د رڼا په لوري لا ګرانه ده
بلوه شمعې که پر تا باندې رڼا ګرانه ده

چې په مانا د انقلاب کې انقلاب راولي
په ما دداسې انقلاب چيغه بلا ګرانه ده

لا دې د سترګو نه د غلا جرا‌‌ءت کولى نه شم
لا مې د مينې په ګناه خپله حيا ګرانه ده

چې مې د ژوند په فلسفه کې رنګيني پيدا کړي
ما ته له ډيرو ثوابونو دا ګناه ګرانه ده

تل وي د هر يو ه آرمان په لټون ورک لېونى
زما په خيال د ليوني جنون صحرا ګرانه ده
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.