په جنگ شي
هم له بل او هم له ځان
سره په جنګ شي
مئین زړه چې له جانان سره
په جنګ شي
چې ازل د نابودۍ یې وي
راغلی
هغه قوم بیا له افغان سره
په جنګ شي
عذابونه به په برخه د هغو
شي
چې عمل یې له بیان سره په
جنګ شي
ای بزګره بیا اسمان درنه
خفه دی
ږلۍ راشي له باران سره په
جنګ ښي
دي ناورین وطن کې نور هیڅ
پاتې نه دي
یو افغان له بل افغان سره
په جنګ شي
خدای به نن وي دسیدشاه
توبه قبوله
چې يې اوښکه له ګریوان
سره په جنګ شي