غنم رنگه جينۍ
كله چې مخې ته مې راشي
كومه دنګه جينۍ
ماته راياده شي د كلي غنم
رنګه جينۍ
هغه شېبه د مازدیګر مې تل
په زړه ووریږي
چي به روانه شوه ګودر ته
ړنګه بنګه جينۍ
ما یی ده حسن تماشه کړه
بی اختیاره شوم
پاس په بلئ باندي ولاړه
وه ګلرنګه جينئ
شي ورپه زړه د مسافر لالي
خواږه یادونه
دیوال ته کیني په سلګو شي
لکه ګونګه جينئ
نوري ددې انځور ته ګوري
خپل سينګار جوړوي
له خپل ښايست نه ناخبره
وه ملنګه جينئ
چي په يورپ كي نن د حسن
ملكه يادیږۍ
زمونږ په كلي كي ترټولو
وه بدرنګه جينئ
حسن پرست خروټي وایي داسي
هم شي کیدای؟
چي هم شراب وي، هم مستي
وي، او هم بنګه جينئ