د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

وايي د "يو نه، ــــ بل زړه ته لار وي"
زه چې ښه نه يم، يار به بیمار وي


چې مينه نه کړو، نو نور به څه کړو
بې مينې زړونه، خوشې بېکار وي


باور په حسن، چې دې کم نشي
بېرته به راشي، که خريدار وي


ډېر دي چې بل ته، د ژوند سبب شي
ډېر دي چې خپله، په خپل ځان بار وي


هېواد رانغلو، نن دې محفل ته
چېرته به ښکلو ته ، انتظار وي
 


 

د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.