د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل پرې مين زه له ښايسته ډېرې مودې يم خو خبره رانه نه ده چې په دې يم ته چې سا راکاږې، زه پرې زرغونېږم ته پوهېږې؟ زه اوس دومره درنژدې يم اوس به ورو ورو درڅرګند شمه ملګرو نن سبا چې راوتلی له پردې يم ما وېل ولې ملايان درنه تاويږي؟ دې وېل، کوچ يمه، پېروی يم، شودې يم ما وېل، څه شوه هغه سره د ګلو لښته وېل يې، څه وايې؟ راځه! زه يې ادې يم شېخه پرې مې ږده جومات ته د تلو نه يم راوتلی همدا اوس له ميکدې يم
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.