|
غزل
ما سره ستا هرې پوښتنې ته ځواب نه و ځکه د ژوند ځينې شېبې مې انتخاب نه و
يو وخت به دلته دېوالونو نه نغمې راوتې يو وخت به دلته په ټول کلي کې رباب نه و
دی چې لګيا دی د ګلاب په رنګ کې وينې ګوري ځکه چې توره وه پښتون سره، کتاب نه و
د لېوني سره چا غبرګې ټپې ونه وېلې وهم وهلو کې ددې خبرې باب نه و
سوالګر ته ورغی لمن یې ورته ډکه کړله، او بې دوعا لاړو، کيسه کې د ثواب نه و
د مينې ورځ وه او زه تش لاسونه راغلم درته چې دې تر تا وي ښکلی، دغسې ګلاب نه و
مخکې به ې تشه خولګۍ څه په ځيګرخون راکړه خو بېګاه بل شان مهربانه وه، حساب نه و
هېواد په تا د مينتوب نه مخکې داسې نه و خراب به و ګلې، خو دغسې خراب نه و |