د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
له زړه مې کړې ده دوعا، تاسو امين ووايئ چې دا ګلرنګه شي زما، تاسو امين ووايئ
پلار يې رضا، مور يې رضا ده، مشره خور يې خدايه ته مهربانه کړې په ما، تاسو امين ووايئ
خلکو مې ټول عمر ژړلي دي، خو نن يې خندا، خدايه ته پاتې کړې خندا، تاسو امين ووايئ
په ما دې اوري تر قيامته پورې لويه ربه د چا د مينې انتها، تاسو امين ووايئ
وې يې "هېواده! ځوانيمرګ شې، چې د بل هم نشې" چې اوس يې کړې ده ښېرا، تاسو امين ووايئ
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.