د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل بې ستا له مينې ستا له ياده مکمل نه يمه هره شېبه راځه فرياده مکمل نه يمه
ماته لا ډېرې لارې پاتې دي په پاتې ژوند کې زه به لا ګرځم نامراده مکمل نه يمه
وزر دې پرې کړل رانه نور په ژوند کې څه پاتې شول؟ مرۍ مې هم پرې کړه صياده مکمل نه يمه
پام چې د نوم توري يې وران نه کړې! زه درغلمه لاخو نيمګړی يمه باده مکمل نه يمه
د چا به زوی، د چا به ورور، د چا د ژوند ملګری هر څه به يمه خو هېواده مکمل نه يمه.
د ښاغلي هېواد شېرزاد شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.