کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي انعام الله " ګوهر" شعرونه 
 

غزل

د چا د یاد له وجې نه لرم خبر له ځانه
زه نا خبر له ځانه، ګرځم مرور له ځانه


د خیال کوڅو کې سرګردانه ګرځېدم درپسې
پرون په تاپسې راوتی وم بهر له ځانه


نور د دنیا کاروبار پاتې دی له ما ملګرو
اوس مې جوړ کړی د غمونو سوداګر له ځانه


دا به زما خپله کمي وي چې د ځان مې نه کړې
په دې خبره مې نفرت کیږی اکثر له ځانه


هغه تر اوسه لا سرلوړي او ژوندي پاتې دي
چې څوک په مینه کې تېر شوي له خپل سر ،له ځانه


ګوهر راوباسه د باندې له صدفه د زړه
ګوهره جوړ کړه د ګوهرو سمندر له ځانه

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.