کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي انعام الله " ګوهر" شعرونه 
 

غزل

دا چې په هر کور کې ژړا ده ،په هر چا قیامت دی
قیامت نور څنګه وي سړیه ! خو همدا قیامت دی


غاړه دې بنده که به ټینګه غېږه نه راکوې
هسې هم ډېري اوازې دي چې سبا قیامت دی


په چا دې سیوری دی د زلفو ،څوک دې لمر ته ولاړ
د تا دیدن کول خو هم یاره صقا قیامت دی


شي هره ورځ لکه شپېته زره کلونه اوږده
له تانه پرته بس په ما باندې اشنا قیامت دی


سړی چې مړ شي له دنیا سره یې بند شي تعلق
سړی چې څنګه له دنیا نه شو فناه ،قیامت دی


هغه د (چا) د بېلتانه ورځې دې هېرې شوې بیا !
ګوهره یار ! په تا تېر شوی ډېر پخوا قیامت دی

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.