کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

بېهوده عمر (۱)

 ډيـــــــر عــــــــمر مـــــــــې تيـــــــر کــــــــړ بېـــــــهوده په زمانه
نــــــــــور دې زمــــا ســــــــــــــــر وي او د ترکو آســــــــــــتانه
هيـڅ مې حاصـل نه کـــړه په شـــــيخئ او په تقــــــــوا کښې
پس لـــه دې مـــــې وار دی هر څــه
(۲) شـــــي په مــــــــيخانه
شــــــيخ و شـــــــــيخي ورد او
(۳) وظيـــــــفه او ذکــر فــــکر
زه او ســـــــــــــــاقي جــــــــــــــام وبــاده چـــــنګ وتــــــــرانه
زه و زاهــــــــــــدانــو تــــــه حـــــــيران يــــــم دوی و مـــــا ته
ديــــــــوانـه بـــده خــــــــــــــــــــندد و ده بـه ديـــــــــــــــــــوانـه
ګنــج د درو
(۴) ځـار(۵) شـه د عاشــــق تر څاڅــــکي اوښـــو(۶)
نــــــــــــه خـــــــروار د عقــــــــل نــــــه د عشــــــق يــــوه دانـه
تيـــــــــــــغ د يـار لـه لاســــــــه په مــــــرئ دعــاشــــــقانــــــو
هســـــــــې لـــذت کـــــا لکــــــــــه د ميــــــــــــــو پيـــــمانــه
(۷)
خـــدای لــــره بــــه درشــــم پــــه ســــودا د يــــار لــه مــخــه
بـــــــل مقصــــــــــود مـــــې نشــــــــته په کعـــــبه په بتخانه
زه لـــــه ډيـــــرې مـــــــينې پـه تش بــــوی د يار شـــيدا يم
(۸)
تــــــل د لنـــــــدو خـــــــــــټو اوبه لــــــــــــــــږ وی بهـــانــــه
(۹)
ځکــــــه زاهــــــد زهــــــــــدکـــاد يـــــــــو جــــــــــــــنت دپـاره
ســــــــــــر ښــــــــندلــی نـه شــــــــي پــه اوربــــــل د جـــانانه
ګــوره د منـــصــور هســې په دار
(۱۰) نـــه شــې رحـــــــمانــه!
بـــې نـــــام و نشــــــــــان شـــــــه کــه يې غــــواړې نشـــــانه
 

                                                                          رحمان بابا

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
يادونې:
(۱) د رحمان بابا دغه شعر له دغه عنوان سره چاپ شوی دی. ښايي چه الفت صاحب به دغه عنوان ورکړی وي. الفت صاحب پخپله شاعر او شعر پيژندونکې و. دا شعر يې هم په ډير دقت له کوم باوري متن څخه اخستی دی. سره ددې هم په ۱۳۵۹ هـ ش کښې، د پښتو ټولنې له خوا د رحمان بابا د ديوان له چاپ شوې نسخې سره ددې متن فرقونه ښودل کيږي.
(۲) چاپي ديوان: چې
(۳) چاپي ديوان: و
(۴) د الفت صاحب نقل: عقل
دلته ما ته د تشبېه او د لف و نشر مرتب د صنعت له مخه د چاپي ديوان عبارت (درو) غوره ښکاره شو، نو ځکه مې په متن کښې واخيست. په دې صورت په اوله مصرع کښې د (درو) او (اوښکو) تشبيه څرګنده ده او د دوهمې مصرعې (خروار د عقل) د لومړۍ مصرعې (ګنج د درو) او د دوهمې مصرعې (دعشق يوه دانه) د لومړۍ مصرعې (د اوښکو څاڅکي) پورې ارتباط نيسي.
(۵) په دواړو متنونو کې: راز
(۶) چاپي ديوان: اوښکو
(۷) چاپي ديوان: هسې لذت کاندي جوړ د ميو پيمانه
(۸) چاپي ديوان: شوم
(۹) چاپي ديوان: تل د لمدو خټو لږ اوبه دي بهانه
(۱۰) اصل: وار. چه طبعأ طباعتي غلطي ده
(۱۱) چاپي ديوان: بله نشانه
وګورئ:
د ذکر شوي ديوان
۱۷۱/۲ مخونه

د پاڼې سر ته

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي