کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

ادبي سوغات

دپښتو ډير ښاغلي او منلي شاعران تير شوي دي چې د پښتو ادب ارزښتمنه خزانه يې د خپلو شعرونو په مرغلرو لا ښائسته او بډايه کړې ده. په دوی کښې رحمان بابا بل راز شاعـــر دی او شعــرونه يې بل رنګ تاثير لري. پښــتانه هغه لســان الغيب بولي، په ديوان يې فال نيسي، په شعر يې استشهاد کوي او د "بابا" په ســـتر لقب يې نمانځي.
شعر پيژندونکي د رحمان بابا شـــعر "ســـهل ممتنع" ګڼي او ډيرو شاعرانو د هغه د ډيرو شعرونو اقتفـــــا کــــــــــــــــړې ده.
د هـــــغه پر مزار، په ادبي غـــونډو، راډيـــوګانو او خـــپرونو کښې،هر پسرلی د رحمان بابا کاليزې مشاعرې کــــيږي. دغـه مشاعرې زياتره، د هغه د هــنر او شـخصيت په يادونو او ســـتاينو درنښت مومي او د هــغه د ځينو شعرونو په پيروئ ښــکلې کــيږي.
د رحمان بابا د شعرونو اقتفا او د هـغو پر طرحو مشاعرې د پښتو ادبياتو د تاريخ د رحمان پيژندنې د فصل يوه په زړه پورې موضوع ده چې دلته مونږ هغه پريږدو او يواځې د رحمان بابا يو غزل او د هغه د اقتفا د لړۍ شعرونه وړاندې کوو.
دا کار معاصر لوی اديب او شاعر مرحوم ګل پاچا الفت پيل کړی دی. يو وخت هغه د "روزګار" جريدې ته يو ليک، د رحمان بابا يو غزل او د هغه په پيروئ د محترم سيدشمس الدين مجـــروح، ښاغلي امير حمــــزه شــينواري او خپل شعرونه وليږل. دا "ادبي سوغات" د روزګار د جــريدې د
۱۳۵۰ هـ ش د ثور د ۱۵مې ( د۱۹۷۱ م د مــــئی پنځمې ) نيټې په ګڼه کښې خــپور شو. د همدې ورځې په مازيګر، ما د جـــريدې دغه ګڼه واخيستله. په بله ورځ مې خپل شعر د جــريدې ادارې ته وســـپاره چې په بله ګڼه کښې چاپ شو او بيا د هـيواد څو تنو تکړه شاعرانو پکښې برخه واخيستله.
ما هغه شعرونه راټول او ددې مجموعې د پای دوه شعــرونه مې پرې زيات کړل په دې ډول يوه ښـــــکلې رنګــــينه ګلــــــــګيډۍ ترې جــوړه شوه.
په دې شــعرونو کښې ســربيره پر هـــنري ادبي ارزښت د هغه وخت او چاپيريال د اجتماعي بهــير انعــکاس هم ليـــدل کــيږي او د هر شاعر د فکـــر پلوشې هم ترې څرګنديږي. په دې ډول ارزيابيو کښې، زه خـــپل نا ارزه بيتونه شامل نه ګڼم. بلکه په دې خوښ يم چې د رحمان بابا مقام ته، د ارادت او اخلاص په مقام کښې، ماته هم د عالي مقامو استادانو د پيروئ وياړ را په برخه شوی دی. په همدې خلوص د رحمان بابا د يادونو او مشاعرو ددې ښــکلي ګلورين موسم په فضا او د سولې، مصالحې او روغې جوړې، ددې رنګين پسرلي د "ژوندون" په زمينه کښې دا ادبي سوغات ستاسو مخې ته ږدم. له شعرونو به يې هم خوند واخلئ او د مشاعرې له بهـــير نه به هم خبر شئ.

په درناوي
ســـتاسو خدمتګار عبدالله بختانی
د
۱۳۶۹ د ثور ۱۶ مه

 

د پاڼې سر ته

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي