کـــــور ( دهېواد لمړۍ پاڼه)
  د "هېواد" کتابتون
  د "هېواد" وړانديز
  د کتاب مخ
  دمجموعې پيژندنه
  اهـــــــــــــــــــــــداء
  د الفت اکاډمۍ تبصره
  دوه درې خبرې
  ادبي سوغات
  دالفت ليـــــــک
  بېهــــــــود عمر
  پښــــــــــــــېمانه
  رندانه نظــــــــــر
  غـــــــــــــــــــــــــــزل
  تشـــــه تــــــــرانه
  زړګــــــــــــــــيه
  اب و دانـــــــــــه
  زما تـــــــــــــرانه
  د جېلخانې خوب
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــــــزل
  د کــــــــــــتاب پای
  غـــــــــــــــــــــــــــــــــزل

Click here to view this book in pdf formate
it requires that you have installed acrobat reader on your computer

آب  و دانـــــه

 واوښــــــــــــــــتې (۱) پيــــــــــــــړئ شــــــــــــــوه رانه تيـــــــره زمــــانــــــه

نښـــــــــــــــــــتی يــــم د تمــــــــــــــې د دامـــــــــــونـــو پـــــــه دانــــــــــــــه

نــــــــه مـــــــې مټــــــــې کار کــــــــــــړي نــه مـــې لاس د عقــــــل رســي

هســـــــــې رنګ افســـــــــــــــــون دی هســــــــــــې شــــــــــــــــانې زولانه

ژونــــــــــــد راپـــــــورې خــــــــاندي زلمــــــيتوب راته ويـــرونه کړي

څکـــــــــــــــم د زړګــــــــــــي وينـــــــــــــــې پيـــــــــمانه په پيــــــــــــــمانه

 اه زمـــــــا قســـــــــــمته چــــــه دا څـــــــــــــه رنګــــــــــــــې بلا يې تــــــه

نــــــــــه مـــــــــــــــتاع د ديــــــــــن شــــــــــوم نـــه د دهــــر فـــــــــــــــرزانه

هيـــڅ مـــــې حاصـــــل نه کــــــړو په دې ډيــــــرو خوشامندو کښې

داغ مـــــــــې د تنــــــــــــــــدي شـــــــــــــو ذهــــــنيت غــــــــــــــــــــلامانه

 اب مــــــــې د مــــــخ ويـــــوړلـــــو يــــــــــــوې خــــــــــــــــــــــيټې دپاره

اور دې پــــــه نصــــــيب شــــــــــــــــــــي او پــــــــه دې اب و دانـــــــــه

ډيــــــــــــــــــر يــــــــم غــــولـــــولـــــې دی ژونــــــديـــــــو زيـــارتونو زه

نـــــــــــــــــــوره مــــــــــې تـــــــــــــوبه شـــــــــه له خــــانقا او اســــــتانه

 چــــــاتـــه عـــــرض وکـــــــړمه او چـــــاته ګـــــريوان څــــــيرې کړم؟

يـــــومـــــې غـــــوښـــې غــــــــواړي بــــل هــــــــډوکـــــي شــــــکرانه

 لاس راکــــــــړه ای پـــــــــــلاره د وخــــــــــتونو د نجــــــــات په نوم

ســــــــيند يمــــه اخســــــــــتی تـــوفــانــونــو مـــــــــــــــــــــــــــــرګانه

نـــــور غـــــــمونــه څــه کــــــړې؟ مــاســـــره غـم ددې خـــبرې دی:

مــــــري د ننــــګ غـــــــــــيرت د جـــــــوشـــــــه ډکـــــــــــه تـــــــرانه

 زړه تـــه رانـــــژدې شـــــه چــــه د زړه پـــــــه غــــوږو واورې څــه

دا خـــــــــبرې نــــــــه شــــــــــــي په نــــــاول او افـــــــــــــــسانـــــــــه

 بخــــــــــت مې د ســـــــــــيزلو او تنـــــــــدی مې د داغــــــلو دی

نــــــور مـــــې د ځـــــــان نـــــه کــــــړه رانـــه خپل شــــــــو بيګانه

نــه هـغه خمــــــــار شـــــــــته نه غــــرور په ســـر کښې پاته دی

نــه هــغه ســـاقــي شــــــــــــــته نــه بــــــــاده او ميـــــــــــــــــــخانه

 زه او زړه ســــــــــره پـــــــاته په حــــــــــــيرانه حيرانئ کښې يو

ديــــــــــــوانه بـــــــه ده خــــــــــــــــــــــــــندد و ده بـه ديـــــــــــــوانه

 ګــــــــــوره ســـــــيندنيه! خـــــــــپله خــــــــــوله درته بلا نه شي

مکــــــــــړه دا د ژونــــــــــــد خـــــــــبرې هـــــــــــسې رنـــــــــدانه

  

ســــــــــــيندنی

روزګار جريده، ۳۲مه ګڼه د۱۳۵۰ د جوزا پنځمه

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه:

                      (۱)   په اصل کښې: راوختې

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکرر چاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي. د هر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي