د اغلې زرلښت "حفيظ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
يادونه

خيال کې غمونه مېلمنې شي چې زه تا يادومه
اوښکې ګرېوان ته په جرګې شي چې زه تا يادومه

کله دې زه هم په خيالو کې مېلمه کړې يمه؟
لکه بورا د ګل خيالو کې دوفا يادومه

باران دمينې بهارونه جوړوي مې په زړه
ژړا لېموته په سلګۍ شي چه زه تايادومه

زړه مې حجره شو مېلمنې شوې پکې ستا يادونه
ځواني خزان مينه کې ځوانه ستا وفا يادومه

خدايه مشکور دې يمه دا چې قبلوي سوالونه
چې د(حفيظ) ناکامو هيلو ته تا بيا يادومه

 د اغلې زرلښت "حفيظ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.