د اغلې زرلښت "حفيظ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
دپښتنې مور اواز

زما په عقل کښې نقص نه شته دی انسان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان ده قهرمانه يمه زه

ما دوطن لپاره ښه رښتين بچيان روزلي
د استعمار مقابلې ته جنګيا ليان روزلي

ما دايمان سبق ښودلی په زانګو کښې ورته
دتجاوز په مقابل مې ميرويس خان روزلي

دميوند جنګ کښې قرباني ته په ميدان ومه زه
ما چې ور کړی امتحان دی قهرمان يمه زه

سر کښې ماغزه لرم ماغزو کښې احساسات لرمه
زه پښتنه د پښتنې مينې جذبات لرمه

داسې خو مه وايه چې کور کې يا په ګور کښې اوسه
ستا داحساس لپاره ډېر عالي خيالات لرمه

د پښتون کور ابادېدو ته په ارمان يمه زه
ماچې ورکړی امتحان دی قهرمان يمه زه

دنړ يوال په مقابل انتظام پورته کړه
دجهالت الزام کړه لرې نوم دقام پورته کړه

عقل هوښيارکړه د وطن ميندې خپل زړه وګڼه
که ترقي دې وي مقصد ددوی مقام پورته کړه

ټول نړيوال ته په طاقت کښې ښه بيان يمه زه
ما چې ورکړی امتحان دی قهرمان يمه زه

دوطن مور يمه ته ګواښ دظلم زور مه کوه
دجګو غرو زمرو ته غوږ کښې شور ماشور مه کوه

دوی نه ختميږي سلسل دغيرتنو لري
داحمد شاه او دمير ويس په شان سرونه لري

(حفيظه ) وايه چې قدرت د ستر کاروان يمه زه
زما په عقل کښې نقص نه شته دی انسان يمه زه

 د اغلې زرلښت "حفيظ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.