د ښاغلي ولايت خان "ځدراڼ" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 
دعا

ستا په راضا زما راضا ده ربه
ماته قبوله ستا قضا ده ربه

ته چې فرمايې تل هغه به کيږي
بې له څه ځنډه خامخابه کيږي

ته مو قبول دغه يو سوا ل کړې خدايه
حال مو بهتره تر في لحال کړې خدايه

زړو ته مو مينه محبت راولې
پکې اخلاص اواخوت راولې

زمونږ په زړو کې ورورولي پيدا کړه
دانسانيت په نوم دوستي پيدا کړه

زمونږ په مټو کې طاقت واچوه
زمونږ په زړو کې صداقت واچوه

ژبه مې دارنګه ګويا ده ربه
ته مو معاف کړې که خطا ده ربه

دا التماس دې په بيا بيا به کيږي
بې له څه ځنډه خامخا به کيږي

راکړې مشران چې په وطن وي مين
دپاکې خاورې په هر تن وي مين

افغانستان لکه خپل کور وګڼي
هر يو افغان خپل سکه ورور وګڼي

ځوانان مو واړه توريالي کړې ربه
په هر ظالم يې بريالي کړې ربه

چې مو واړه په سمه سمه لاړشي
دوی د عالم تر لوړ مقامه لاړ شي

که کړې چېرته مو ګوناه ده ربه
په تېرو کړو زمونږ توبه ده ربه

دستا له خوا دافيصله به کيږي
بې له څه ځنډه خامخا به کيږي

ټوکر ټوکر ملک مې اباد کړې خدايه
هر يو دښمن يې نيست برباد کړي خدايه

د خټو کور ته مو خوښي راولې
دا مړاوي زړو ته مو مستي راولي

دکونډو رنډو يتيمانو ژړا
د قرضدارانو او ناتوانو ژاړا

نوره خاموشه کړي همدومره بس ده
لويه څښتنه دا تر عمره بس ده

غوښتي،ځدراڼ، دغه دعا ده ربه
ته يې مستجب کړې که ريښتيا ده ربه

دا ستا په در کې دا دعا به کيږي
بې له څه ځنډه خامخا به کيږي

  د ښاغلي ولايت خان "ځدراڼ" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.