د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل خبرې ټولې دې په زړه پاتې شوې دجانان مخکې چوپه خوله پاتې شوې دنيا مزل په هر يو لوري کوي پښتونه ولې ته ويده پاتې شوې شېبه شېبه ستا د راتلو په هيله زما دځان غوښې اوبه پاتې شوې مادې شېبې په انتظار شمېرلې ته د رقيب ظالم په خوله پاتې شوې اوښکې مې هم درته جرګه کړې ياره ولې بيا هم راته غصه پاتې شوې ستا د ښکالو د اورېدو په تکل زما دزړه سترګې په وره پاتې شوې ١٣٧٠/١١/١٦ کابل
داغلې وږمه سبا "عامر" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.