چې څومره راته کم ګورې روانه
زمانه
بس هومره ده والله چې موږ ته ګرانه زمانه
اوس هره شېبه ، هر نظر په تريو تندي راګوري
يو وخت به راته شنه وه له خندا نه زمانه
بانه غواړي ، يو بل ته مو دې زړونو لاري کړي
پخلا دې ما ، او يار کړې نور ، اسمانه ! زمانه
راځه ( الف ، ب ، ت ) نه ترې سبق دمينې
پيل کړو
دمينې ښه استاذه ده ، انــــسانه ! زمانه
چې چا يمه وژلى ، دچا نوم اخيستى نه شم
زما خون به اخلي خداى خبر له چانه زمانه ؟
حالاتو اوس ځپلى يم ، اشنا که نه والله چې
يو وخت پر ما مئينه وه جانانه زمانه