د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
که څښم ، که تويوم يې ، که ساغر په ساغر ولم بس زه پوى شه ، ساقي پوى شه ، ميخواره ستا يې څه ؟ جيلوانه ! غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه اتڼ او په سندرو ځم تر داره ستا يې څه ؟ نن بيا مې درقيب په سر نږدي و څوک رټلى جانان مې سترګک او واهه چې ( څاره ) ستا يې څه ؟
*******
يو تاته او دوه درې نورو نفرو ته تسليم يم نه ! خدايګو په دې ښکليو کې اکثرو ته تسليم يم والله که دې څلور واړه کتابه ملامت کړي جانانه ستا پخو ، پخو خبرو ته تسليم يم
سبا پورې ور مه شې تر سهار ه ځوانيمرګ شي زما راستي دې ملا ماته کړه ياره ځوانيمرګ شي خولګۍ چې مې غوښته ترې ، ما وې کلي به خبر کړي موسکۍ شوه ، غلې يې اوويل چې : ( څاره ) ځوانيمرګ شي
د ښاغلي عبدالله (څار ) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.