کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي محمد  تميم  " عزيزي " شعرونه
 

زما مينه

دعاشق په شان دي ميني ته تيار يم
ستا دحسن دليدو په انتظار يم
بې عقلان که درنه تيښته کول غواړي
تر هرچا دمخه زه ستا خريدار يم
څه ښایست به مي په ژوند کي هم پيدا سي
که روان په ژوند کي ستا دعشق پر لار يم
ستا دميني محبت نه چاره نسته
ستا د ديد په آرزو دکردګار يم
ستا په ديد مي تير اويا کاله ګناه وي
ټول معافيږي دې معافي په انتظار يم
ستا دحسن نور چی عرش ته دي ختلي
ستا ددې ښکلا ليدني طلبګار يم
چی په نه شناخت کی دی دومره زه مين کړم
ستا دديد پر وخت به څومره مرغزار يم
که چا زما نه زما دميني تپوس وکړ
ورته وايم چی عاشق مي دخپل يار يم
ستا دميني لار چی زه اختيارومه
ستا دميني په فايدو زه خبردار يم
تنها ستا روژه دميني زما په خوله ده
دهر چا له ميني پرته ستا بيزار يم
که مي ژوند کي دبل چا مينه روژه کړه
پر هغه روژه به هردم په افطاريم
((عزيزي)) به دی هميش ستاينه وکړي
يو ځل بيا په سلامئ دی درخسار يم
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.