کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي محمد  تميم  " عزيزي " شعرونه
 

پښتو

نن ليکمه دپښتو په باب شعرونه
پکښي نغاړم دپښتو زيات تعريفونه
په دنيا کي چي څه ژبي دي خوند نه کړي
ما ته يو پښتو ويل لري خوندونه
دا پښتو ويل تنها زما نه خوښيږي
ولي نور بچي يي هم کړي صفتونه
داپښتو به موږ ته ولي خوند را نکړي
ځکه هر بچي يي لولي زيات شعرونه
معلومات که دپښتو ژبي څوک غواړي
دپښتو په تاريخ ډک دي کتابونه
پښتانه بچي يو بايد خدمت وکړو
وپښتو ته چي پيدا کړي قووتونه
غليمان مو دپښتو ختميده غواړي
ښاد به نسي په پښتو دغليم زړونه
دا پښتو به استواره پر خپل ځای وي
که پر راسي طوفاني وړونکي بادونه
که تنها پر دنيا يو پښتون ژوندي وي
بايد وکړي وپښتو ته خدمتونه
چه ترڅو پر دې جهان پښتانه ژوند کړي
ړنګ به نکړي دپښتو څوک ستونونه
((عزيزي)) به دا پښتو څنګه وستايي
چي راويښ کړي دا په خوب ويده قومونه

 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.