کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

  د ښاغلي محمد  تميم  " عزيزي " شعرونه
 

د وطن ګيله

خپل دزړه په وينو زه ليکم اشعار
خپل ګيلي درته ليکم په شنه سهار
پرما ولي وسو ظلم داغيار
زما غريب نسته په ژوند کی نن غمخوار
ولي زه يم دې مشکل کي ګرفتار
چي له هر چامي خوړلي زوز وخار
ولي سومه دغليم دمرمۍ ښکار
ولي وسو پر ما دغه شديد وار
ددي وار سره دستي سومه بيمار
زما پر زړه باندي يي جوړ کړ لوي پرهار
اوس يم پاته ،يم دبل داوږو بار
بل څوک هم نسته چي پورته کړي ما خوار
ولي زما سره نن وسو داکردار
چي په ژوند کي دهر چا سوم منتبار
خپل بچيانو کړم غليم ته زه غوځار
په خپل خوله درته کوم دغه اقرار
چي دچا سره بچي نه ځي پر لار
ور به نکړي ژوند کي څوک ده ته وقار
زه اوس يم دهغو شپو په انتظار
چي يو بل احمد دنيا ته کړم اشکار
يا وبل ميرويس ته يم سترګي په لار
دغيرت چي يي هرځاي کيده ګفتار
يا دبل داسي بچي کړم انتظار
چي يي وو ابيات ليکلي چل هزار
دادب تر څنګ يي وو غيرت بي شمار
وو دښمن سره يي رزم دتلوار
که مي اوس بچي ښکاره کړي ننګ و عار
څوک به ولي زمانه وړي زما آثار
ډير شتمن وو پخوا زما دغه دربار
زښت حيران وو راته تللي سره کفار
له هغه وخته وه تږي زما دوار
ولي بخت يي نه کاوه هغه وخت کار
دبچو چي مي نیتونه سوه مردار
هغه دم يي عزم وکړ زما دښکار
نور دڅه شي درته وکړمه اظهار
لنډه دا چي دخپل ژونده سوم بيزار
دا چي زما سره نن څه کيږي رفتار
خپل بچو له لاسه پروت يمه پرنار
دا بې عاره بچي څه کوم بې شمار
چي وي تل ما ته زما دتندي عار
کم بچي چي په ټول نه وي موراوپلار
((عزيزي)) هم هميشه دی ترې بيزار
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.