د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل جانانه چې له تا سره وطن راپسې ژاړي په داسې مرګ مې مړ کړه چې دوښمن راپسې ژاړي سبا به مې د کاڼو په ځای لمانځي په ګلونو سبا به ددې کلي هر يو تن راپسې ژاړي که خدای منئ په مينه يې شکي شومه ملګرو پرون يې چې وژلمه او نن راپسې ژاړي ډيوې دومره لوګی خو د دېوال په مخه پرېږده اشنا چې ورته ګوري ماسخوتن راپسې ژاړي قربان د شاعرۍ له دې مقامه سپېلنيه غزل مې لکه خپل ورونه زامن راپسې ژاړي
د ښاغلي يوسف شاه "سپېلني" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.