د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ويجاړه مېنه ستا د هجر په غمو كې نسكور پروت يم سرو شغلو وهلى سكور يم په اور پروت يم پېش له دې نه مې سرويږدى ستا زنګون و اوس دخپلو اميدونو په ګور پروت يم چې په سترګو مې ليده شغلو تالا كړه دهغې بربادي مينې په لور پروت يم د ګردون پرستاران را نه بېزار شول زه بې شرمه بې حيا يم په زور پروت يم نه خندا شته، نه ښكلا شته، نه موسكا شته په غوغا، په واويلا او په سور پروت يم نه مې خونه، نه مې ور او نه دېوال شته خوار مجنون ستا ديادونو په كور پروت يم
د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.