د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

ته لا ويښ نه شولې

ديارپه قبر ترخې شنې شوې، ته لا ويښ نه شولې
تر خيبر تېرې ولولې شوې، ته لا ويښ نه شولې

زرغونې څانګې، د خزان سيليو وچې كړلې
له پښتون ډكې هديرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

باغ دې د زاغ په حواله كا ته سكوت پرېوتی
بې پت، عزته پښتنې شوې، ته لا ويښ نه شولې

دا څنګه خوب دى چې خدای تا ته په ميراث در كړى؟
د ناوۍ پښې په وينو سرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

پروانه وسوزېده، شمعې په ژړا ژړا كې سا وركړله
د پوهې بلې ډيوې مړې شوې، ته لا ويښ نه شولې

خدای دې را ويښ كړه له دې خوبه پښتنه زلميه
وينې د قام څپې څپې شوې، ته لا ويښ نه شولې

ښكېلاك دې وزبېښلې وينې، ته ونه خوځېدې
بار د سپين مخو جنازې شوې، ته لا ويښ نه شولې

پېغلو به تاته په ناز ناز او اميدونو كتل
اوس يې كمڅۍ په ګرد سپېرې شوې، ته لا ويښ نه شولې

زما زګېرويو د فلك كميس په وينو سور كا
اوښكې مې سترګو كې لمبې شوې، ته لا ويښ نه شولې

 

 د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.