د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ستا سره ځم چېرته چې ته ځي آشنا ستا سره ځم تل سته له څنګه ستا له خوا سره ځم نور دې دنيا په خلكو كار نه لرم لكه مجنون خپلې ليلا سره ځم عالمه څومره بختور يمه زه تل لكه سيورى له آشنا سره ځم شعار مې عشق دخپل جانان دى، خلكو دمرګ ميدان ته له خندا سره ځم مګر هيڅكله به مړ نه شمه زه څو چې دنيا وي له دنيا سره ځم څوك په براق آسمانونو ته ځي زه لېونى تل له سودا سره ځم ذاهده ته كه له تسبيح سره ځي جنت ته زه به له مينا سره ځم دشپئ په زړه كې سپيده غوندې يم له سرو ګلونو دصحرا سره ځم بېله ريا حضور ديار ته ځمه نه يم ذاهد چې له ريا سره ځم جانان دشپې داسې وعده راكړله زګېرويه ستا، زګېرويه ستا سره ځم
د ښاغلي اسد "شريفي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.