د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل
اوس راته نه ګوري د ځان په ستـــــرګو جانان جانان وم د جانان په ستــــــرګــو دمینې نوم وم د لالي پــــه شــــونـــــډو خاورې شه پورې د هجران پـــه سترګو شپــــې تیــــروو د هـــدیــــرو وطـن کې لـــږ راتــه ګــوره د انسان په ستــــرګـــو ګوره ! دامیـــنه خـــو هـــر چـــا کـــولـــه لمبې شـــوې بـــلې د افـغان په سترګو پـــسرلــی چــا لـه نیمې لارې ستون کړ خـــــزان خــزان شوم د توپان په سترګو دقافـــلو ســــالار پـــه سترګو ړوند دی تندر راپریوت د ایـــمان په ستـــرګـــــو غاټولې زلفې جــــل وهـــلې پیغلـــــې؟ اغزي شنـــه شــــوي د دامان په سترګو خــــود دزمـــزم چیــــنې لـــه زهرو ډکې ټکۍ نـــور نـــه شتـه د باران په سترګو جــــانــــان مــې ولید د هجران کلي کې اورمــې شو پورې د ګریوان په سترګو ماسنګروال ته ښکلي نه ګوري اوس بڼ مې رژیږي د خزان په سترګو
د ښاغلي شهسوار "سنګروال" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.