د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل
تـــه ګوره څنګه ښکاري دا لوړ غر د مازی دېګر د شیــــن ګـــړنګ له پاسه شین نښتر د مازدیګر مـــــرغـــۍ د چنـــارو څـوکو کې ناڅي سره وایي څه ښکلی غــــوړیــــدلــی رنګین لمر د مازدیګر سرې لـــپې په نکــــریـــزو د نـګي په تندي ښخې چې سور تکرۍ په سرشي پــــه ګودر د مازدیګر خورې وري د سرو زرو په مــــــخ زرینـې وړانګې د بڼ په ښکلي مخ بـــانــــدې محشر دمــــازدیګر نیــمزالـــې نـازولې چې میلمه شي سنـــــګرواله په هغه کــــــور کې جوړ شي لوی اختر د مازیګر
د ښاغلي شهسوار "سنګروال" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.