څومره چې ځان دومره جانان
راباندې ګران دی
د یار غم هر یو ارمان
راباندې ګران دی
له ګناه نه وبیریږم که یې
ښکل کړم
هم می دین او هم ایمان
راباندې ګران دی
.
چې سرې شونډې یې په کتاب
راته روا کړې
دملا کبسه کې نه یم طالب
جان راباندې ګران دی
.
تورې تیارې ېې رڼا کړي په
چراغ د غزل
قربان شم له حمزه او هم
کاروان راباندې ګران دی
چې په سترګو پښتنو شفق
ورګورم
په نړۍ کې هر پښتون او هر
افغان راباندې ګران دی
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم
نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د
"هېواد" د مسئولې ډلې
سره په تماس کې شئ.