د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غزل ما سره دې هغه کسان شپې کوي څوک چې د خورو زلفو قيصې کوي نۀ ځمه قدم به بهر نۀ کړمه ما سره سودا د لوپټې کوي ګل دې راله راکړو د ياداشت په خيال خلک لېوني وي چې وعدې کوي ياد هم زړۀ نه اوځي چې بنده نۀ وي خپلې موجودګۍ له وظيفې کوي چاته په ارمان به خدايه ناستې وي چا سره به مينه پرښتې کوي حورې د غِلمانو سره ښې لګي ستا بنده دې هسې تماشې کوي زړۀ يې غواړي ځکه راته جوخته ده ښکلي خو له هر چا فاصلې کوي زۀ يې انتخاب يم ګنې کلي کې هر هلک زما پشان جامې کوي سپين جوړه لاسونه د امېل په شان غاړې ته چې راشي نو نخرې کوي څوک چې په پيرۍ کې شراب بد ګڼي هسې سپکاوى به د توبې کوي ځوانه ده د ځوان احساس له خوبه هم ځکه خو "شادابه" شوګيرې کوي
د ښاغلي فياض "شاداب" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.