د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

تکــــــــل

راشه  زما  د زړه بيان  واخله
لږ  يې  په جار او په قربان
 واخله

عقله  زما غوندې  مين شه اول
نوم مې بياهله د جانان واخله

چې لېوني ورنه په ډډه ګرځي
احوال
 ددې څيرې ګرېوان  واخله

چې ستا رضا  وي زه رضا يم اشنا
راځه  زړګی  رانه  ارزان  واخله

ترور  اوتر  دې د نظر  په اميد
ددې  تنکۍ مينې
 رومان  واخله

په  يو  نظر که  دې شهيد نه شومه
ناغه  کې  سر  رانه  تاوان
 واخله

د خوږې  مينې په تکل ( سېلابه)
د خيال  قدم  په کهکشان  واخله


 

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.