د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

ناغه دارې سترګې

څومره چې دې سترګې ناغه دارې دي
هومره زما اوښکې نا کرارې دي

حال مې د مجنون نه بدتر وګڼه
ستا سترګې چې دومره حيادارې دي

خيال مې استقبال ته تيارې کوي
غبرګې سترګي تاته انتظارې دي

سترګې چې مې سترګو ته سجدې کوي

سترګو ته مې سترګې ګناه کارې دي

سترګې خو که سترګو نه شرميږي تل
ځکه مې سلګۍ خپلې رېبارې دي

سترګو ته دې شوخ کله کتی شمه
زلفې دې ګُستاخې څوکيدارې دي

سترګو مې (سېلابه ) سترګې وليدی
سترګې مې په سترګو کې سردارې دي


 

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.