د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

لېونۍ مينې کړم ...

لېونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينې مهالونه
د غره په سر کيږډۍ وهمه د جانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناکراره
ماته دې غوره ببر سر څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

د لېونۍ مينې د لاسه
 ناست يم د غم د غره دپاسه
د تصور په ټال زنګېږم د خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

مينه کې دومره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شور مې لګېدلی د اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

(سېلابه ) زړه راته ژړيږي 
وړې سلګۍ مې نه ودريږې
اخر به لاړ شم له دنیا نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو


 

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.