د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

 د سترګو نندارې

ستا د سترګو  بلا  واخلم  بيا دې  سترګې ولې  سرې دي
پام  چې  وار   دې  خطا  نشي  ما منلې  غرغرې دي

د  آرزو  جوپه  باريږي  حوصلې وهي ترپکې
د  اميد په قافله کې جوړې  نوې  نغارې  دي

ستا  د مينې د خزانه  بس  زما  ژوند  ته  بها  ده
ګوندې  وخته  ما ليدلي  پخپل  سر  خاورې ايرې دي

نازولې  ليلا  راشه  د مجنون  ګرېوان  ته ګوره
دا  باران  د مرغلرو  که د اوښکو فوارې  دي

مخ  دې  بلې لمبې  کاندې خوله  دې ګُل شي  بيا غُنچه  شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې  د پتنګ  بلبل  نخرې دي

پس  له  ډېره  شواخونه  ستا د تلو نه قربانېږم
د نکريزو  په جامه  کې مې قربان  د زړه  قطرې  دي

چې  په  ژرنده  مې  ځان  وړه  کړو نو  ايله  مې  وصال  بياموند
د رنجو په  نوم  مې  کړې  ستا د سترګو  نندارې  دي

چې ارې  ته مې  سر  ورکړ  نو اوربل  ته په خندا شوم
د ږمنځ  په رنګ ښکل کړي  زلفې  ما خورې  ورې  دي

مبارک دې  شه " سېلابه " د وصال استازې راغی
د ريبار  سره دې کړې  اشنا نوې مشورې  دي


 

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.