د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ټکوروم د زړه داغونه مخ راواړوه تهبل مې ګوګل کې کړه اورونه مخ راواړوه ته
کړه مې لمبه نيمکښو سترګو کې په غلي نظرچې وخورم نوي تيندکو نه مخ راواړوه ته
د خزان باد مې لګېدلی دی د زړه په انګړچې راستانه شي بهارونه مخ راواړوه ته
د ژوندانه ډيوه مې ستا په اميد بله ده لاچې بيا ونه کړې ارمانونه مخ راواړوه ته
که حوصله مې لوړه نه کړې ته په مسکو شونډورانه ډوبيږي اميدونه مخ راواړوه ته
(سېلاب ) د ميني په بدل کې رڼې اوښکې امېلدرته راوړي سوغاتونه مخ راواړوه ته
د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.