د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د مينې جام

څه  شو  که  نوم  دې  په  خندا   اخلمه
هره  سلګۍ  درپسې  سا   اخلمه

ساقي  راواړوه   يو  جام   د   مينې
څو  به   د  ښکلو  نوم   په   غلا   اخلمه

د محبت  د  هر  تنيدک  په  نامه
د  شوخو  سترګو  نه سلا   اخلمه

نور  به تسل  د پاريدلي  احساس
د ميني  هر  قدم  رسا  اخلمه

د  ارمانجنو  اميدو   په   خاطر
په  هر  منزل   کې  دې   رضا   اخلمه

( سېلابه )  زړه   راته  په  ډاک   وويل
سر   ورکومه   خو   اشنا   اخلمه

د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 
 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.