د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
اثــــــــــر
نن بيا زړه سوز د مينې پارولی غوندې دیقلم يې په سرو سترګو ژړولی غوندې دی
اوتر اوتر کاته دې اشنا نه دي بې اثرهقسم دی چې نظر دې جنګولی غوندې دی
ساقي نن دې رپيږي کنډولی په لاس کې ولېچا وېل چې منګوټی دې ځنځولی غوندې دی
ريباره چې دې شونډې د خندانه نه ټوليږيښکاريږي چې اشنا دې خندولی غوندې دی
په مينه کې خندا او ژړا غبرګې تماشې ديپه دې سودا مې تل ځان غولولی غوندې دی
(سېلابه) خوشامندې بدې مه ګڼه په عشق کېپام وکړه چې اشنا دې نازولی غوندې دی
د ارواښاد امان الله سېلاب ساپي شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.