د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
Home
غـــز ل
لكه په سر با ندې چې ولونه د پټكي تا وېږي دا سې مې زړه څخه غمونه د لالي تا وېږي د پښتنو پېغلو په شا ن چې په زيا رت طوا ف كړي څو تا ندې هيلې مې په شپه كې په زړګي تا ويږي چې تورې زلفې دې په سرو اننګو تا ورا تاو شي وا يم ښا مار دى چې په بېړه تر غمي تا وېږي څو پېغلې هيلې مې د خيا ل په كعبه دا سې څرخي لكه له ټپ څخه چې څړيكې د ټپي تا وېږي شي به د او ښكو له بارا ن سره برېښنا ژوندون مې د وربل ورېځ چې په اسما ن دي دتندي تا وېږي دا سې مې رنګ بد لوی ژوند په دې ړندو خلكو كښې لكه له تير څخه د خوني چې لوګي تا وېږي چې شنې كوترې به ترې هر وخت په اتڼ تا وېدې نن له هغه كلي چا پېره تو غندي تا وېږي د هغې پېغلې چې نسيم يې پر مخ داغ جوړاوو اوس د پر ديو كوڅو ګرد يې په پېكي تا وېږي سقيم ارما ن مې جنكو هيلو كښې دا سې ښكا ري لكه په ډله كې د حورو جنتي تا وېږي
د ښاغلي سيدشاه "سقيم" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.