د ښاغلي سيدشاه "سقيم" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

Home

 

غـــز ل


ډېره مې مه راځه تر خيا له مسا فر يم ګـــرا نې
په وينو رنګ ،د جنګ د کلي مازديګر يم ګــرانې

چې يې بلاوې هره شپه وېروي تا ندې پېغـــلې
زه بدقسمته دهغه کلي ګودر يم ګـــرانې

يوبت مې خوښ دی او له نوروڅخه کرکه کـوم
پو هېږم نه چې ابراهيم يم که آذر يم ګـرانې

بېله خبره ده چې روح راته سپا رلی بولــې
زه دې دسرو نا زکو شونډو قلندر يم ګــرانې
 
لکه لسمه د محرم دلته مې خلک لما نځي
پوهېږم تا ته به لومړۍ ورځ د اختر يم ګرانې

که دې سقيم شونډان په برخه کې را ورسېـږي
بيا په کيسه کې د جنت نه د کو ثر يم ګـرا نې
 

  د ښاغلي سيدشاه "سقيم" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.