د ښاغلي سيدشاه (سعود) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

جانانه ستا تر دره څنګه درشم

جانانه ستا تر دره څنګه درشم
د وخت زنځیر مې په لاسونو کې دی
خلک دروغ وایي رښتیا نه وایي
چې ټول تقدیر مې په لاسونو کې دی

زه بس همدغه هومره وس لرمه
چې ژوند نه اوځمه رومان ته لاړ شم
شاعر سړی یم څه درویش خو نه یم
چې یو قدم باندې اسمان ته لاړ شم

زه د حواسو په زندان کې اوسم
تش د رڼا تر حده رنګ وینمه
چې سترګې نه وي نو څه نه پیژنم
جهان د سترګو هومره تنګ وینمه

کله چې خپل شمه نو دربه شمه
لا خو د بل یمه پردی یمه زه
هسې په نوم باندې سعود یادیږم
هسې په نوم باندې ژوندی یمه زه

جانانه ستا تر دره څنګه درشم
د وخت زنځیر مې په لاسونو کې دی
خلک دروغ وایي رښتیا نه وایي
چې ټول تقدیر مې په لاسونو کې دی

د ښاغلي سيدشاه (سعود) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.