د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غـــــزل
سترګې مې پریږده چې غړیږي لا رڼا ده پکې بلا یادونه دي دردونه دي دنیا ده پکې چې ورته ګورم او زما په لوري نه را ګوري دغه خبره خو بیخي لکه زما ده پکې زخ له امکانه څه خبر چې پکې څه پراته دي زما خو بس دغه وړه غوندې خندا ده پکې پنځه مهاله یو ځای کیږي د ګودر په غاړه لپه مې راکاږه پر مخ باندې دعا ده پکې سعوده ځان له منځه وباسه نو و به رسې زړه دې په تول باندې پوره دی خو انا ده پکې
د ښاغلي سيدشاه (سعود) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.