جانان ته ( نظم)
څومره دي خوږ دى ښکلى نوم
جانانه
څومره په زړونو باندې ښه
لګېږي
زموږ د زړه د باغ پر هر
ګلبوټي
لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي
__
موږ تشې سترګې يو نظر مو
نشته
موږ ته چې کله دا احساس
راکوي
چې په ړنو سترګو جهان
وګورو
دا ستا له نوره انعکاس
راکوي
--
موږ چې له ژونده څخه ستړي
شو لږ
زموږ و زړونو ته سکون
راکوي
ټول نفرتونه لکه اور لمبه
کړي
پاس له اسمانه يو قانون
راکوي
--
د خوشحالۍ او د ښادۍ ورځو
کې
دا ستا په نوم هره سندره
ليکو
چې ورځ د غم او د خفګان
راشي بيا
ستا په نامه هره خبره
ليکو
--
ماښام په ستورو کې ځلېږې
راته
سهار په سترګه د سبا کې
راشې
کله په سترګو د تصوير
راګورې
کله په سترګو د شهلا کې
راشې
--
ستا له فرمانه څخه نه شي
وتاى
هره يوه ژبه په واک کې
اخلې
کله چې وغواړې خبرې وکړې
زموږ د زړه ژبه په واک کې
اخلې
--
جانانه ته زموږ له زړو نه
جوړ يې
د يوه راز غوندي پېچلى
ښکارې
د دې نړۍ د هر بشر برخه
يې
د سپين قران غوندې ښاغلى
ښکارې
--
په تا تړلي يو موږ ټول
جانانه
مقصد مو ته د زړه ارمان
مو ته يې
په يوه خوله ستا ښکلى نوم
يادوو
منزل مو ته يې او جانان
مو ته يې
--
نو خود به ښکلى وي ستا
نوم جانانه
څومره په زړونو باندې ښه
لګېږي
زموږ د زړه د باغ پر هر
ګلبوټي
لکه سپرلى لکه اوبه لګېږي