د يوې مېرمني هيله
وحشي لېوان را پسې ګرزي د
مرګ
زما د زنې خاله و مې نه
خوري
تر زړه دي ځار شم ماته
مينه راکړه
چې دا څلور دېواله و مې
نه خوري
--
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه
واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا
وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه
راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا
وي اشنا
--
ستا د زړګي دنيا وړه ده،
که نه
له دې نه پرته بل مکان نه
لرم
ستا په همدې دنيا کې شپې
تېروم
زه هغه څوک يم چې جهان نه
لرم
--
له لمانځه پس چې کله لاس
پورته کړم
د خداى په لوري چې دعا
لېږمه
يو څو خبرې بس د ځان
لپاره
نورې خبرې په کې ستا
لېږمه
--
دا چې زه څه لېږم د خداى
په لورې
دا چې زه غواړم کوم جواز
جانانه
ستا پر بدن داسې غوږونه
نشته
چې ته په واورې دا اواز
جانانه
--
چې هلته ليري چيرته ډز
پورته شي
لکه هوسۍ غوږونه څک ونيسم
سل اندېښنې مې په زړه ځي
او راځي
له خندا دواړه شونډان کلک
ونيسم
--
دا اندېښنه په کې تر ټولو
زور وي
نه چې ګلاب مې رژېدلى نه
وي
دا د ټوپک تر خولې وتلى
خزان
زما د ګلاب په لورې تللى
نه وى
--
ستا په تندي زما نظر پاته
وي
کله چې هم په ژوند کې سا
اخلمه
ليک خو مې نه وي زده چې
ويې لولم
لکه تصوير ځنې معنا اخلمه
--
نو اى زما د ژوند شېرين
ملګريه
لږ خو و سترګو ته ړنا
راوله
لږ په ړنو سترګو راګوره
ماته
ستا ټول غمونه خداى په ما
راوله
--
تر ډيلي لاړ شه ټوله سيمه
واخله
د هر يوه تخت دي هم ستا
وي اشنا
يو په تندي کې ګونځي مه
راوله
زما د زړه تخت دي هم ستا
وي اشنا